نصیر الله بابر د افغانانو سرایستلی دوښمن و
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

نصیرالله بابر « د پاكستان د پيپلز ګوند يو مشر او د دې هېواد د كورنيو چارو پخوانى وزير او تقاعد شوى تورن جنرال تر اوږدې ناروغۍ وروسته د دوشنبې په سهار په پېښور كې مړ شو. د بابر كورنۍ وايي چې هغه دوه نيم  كاله پخوا ګوزڼ وهلى وو او د درملنې لپاره په بېلابېلو روغتونونه كې بستر شوى وو، خو نن د ۲۰۱۱ کال د جنورۍ په لسمه سهار وختي د پېښور په (سي ايم ايچ) پوځي روغتون كې يي په دري اتيا كلنۍ كې ساه وركړه. »

بابر ته په لروبر افغانستان کې د افغانانو د سرایستلي دوښمن په سترګه کتل کیږي . نوموړی د  پاکستان د واکمنانو په منځ کې داسې څوک و چې په بر افغانستان کې يي تل د مرکزي واکمنۍ په خلاف بغاوتونه راپارول . بابر د افغانستان د تباهۍ لپاره مذهبي توندلاري ، سخت دریځه او ترهګر روزل ، په وسلو يي سمبالول او افغانستان ته يي را استول . خو هغه د لرو افغانانو د خپلواکۍ او برو افغانانو سره د یو موټيتوب غورځنګ  هم د پنجابي ښکېلاکګرو او مذهبي توندلارو په مټ له پښو راغورځاوه .

بیځایه نه ده چې د پنجابي نورو جنرالانو په څنګ کې  بابر ته په سیمه کې د ترهګرو ، مذهبي توندلارو او طالبانو پلار ویل کیږي .

 د « وطن » په نوم مجله چې پخوا په پېښور کې چلیده او د بابر په اړه ځانګړې لیدتوګه لري ، بابر موږ ته داسې راپيژني :

« د جنرال نصیرالله بابر نیکونه افغانان او په خټه «بابړ» دی. او دی خپله په ۱۹۲۸ کې په پیښور کې زیږیدلی، خپلې زده کړې یې په سرحد او په هندوستان کی پای ته رسولي دي . بابر په ۱۹۴۷ کې د هند د تقسیم پر وخت د هندوانو لخوا د مسلمانانو قتل عام په سترګولیدلی، د هند او پاکستان په درې واړوجګړوکې بابرپه میړانه جنګیدلې او د بهادری «د جرئت ستوری» یې ګټلی دی.  نوموړی په ۱۹۷۲ په نومبر کې د فرنټیر کور F.C ( قول اردوی سرحد) مشر وټاکل شو چې د ټولو سرحداتو د ساتنې مسؤلیت ورپه غاړه و. په کال ۱۹۷۳ کې د پیښور په بالاحصار کې یی له انجینر حبیب الرحمن مرحوم سره وکتل او د افغانستان د استبدادي رژیم خلاف یې د یوې هستی اساس کیښود.  بابر صاحب د اسلامي نهضت نورو غړو لکه حکمتیار، احمدشاه مسعود، استاذ ربانی او نورو ته پاکستان ته د هجرت زمینه مساعده کړه.  میجر جنرال بابر په ۱۹۷۶ کې د سرحد صوبې ګورنرشو.  په کال ۱۹۷۷ کې رسما ً له پیپل پارټی سره یو ځای شو.  بابر د ۱۹۹۳ کال په انتخاباتو کې د نوښار په حوزه کې اجمل خټک ته شکست ورکړ او پارلمان ته راغی او په همدی کال د بینظیربوټو په حکومت کې ورته د کورنیو چارو وزارت وسپارل شو.  بابر په کال ۱۹۹۵ کې د پاکستان لوړ میډال  «دشجاعت هلال» تر لاسه کړ. بابر ته ډیری افغانان د طالبانو د پلار په سترګه ګوري »

په پورته جملو کې د وطن مجلې خبریال دا خبره په ډاګه کوي چې د افغانستان لپاره د اسلامي نهضت د بنسټ ډبره  د پېښور په بالاحصار کې د نصیرالله بابر په لاس کېښودل شوه ، خو راځۍ اوس خپله د بابر په ژبه دا خبرو واورو ، نوموړی د وطن مجلې خبریال د پوښتنې په ځواب کې وايي :

«  په اګست ۱۹۷۳ کې داود خان کودتا وکړه ، نو د همدې کال په اکتوبر کې ما ته خدای دی اوس وبښی انجینر حبیب الرحمن راغی. هغه ما سره خبره وکړه چې ما بوټو صاحب ته بوځه، ما له بوټو صاحب سره خبره وکړه.  زه هغه وخت کې بالاحصار (پیښور) کې برګیډیر وم.  نو ټول صوبه سرحد، بلوچستان او کشمیر ما سره وه.  دوی مهمندو ته د ناوګی له لاری راغلی وو، »

د مرکې په بله برخه کې زیاتوي« دا ټیک ده چې په ۱۹۷۳ کال کې انجنر حبیب الرحمان او بیا حکمتیار ، احمدشا مسعود او روسته رباني او نور دلته راغلل ، هغوی ته موږ تریننګ شروع کړ......نو د نهضت لومړنیو مجاهدینو ته له اکتوبر ۱۹۷۳ نه تر ۱۹۷۷ پورې ما دوی ته تریننګ ورکولو ، په هغه وخت کې د دوی قیادت دلته و، دوی به د کابل له کالج او یونیورسټي څخه هلکان راوستل او مونږ به تریننګ ورکولو او بیا به مو خپلو خپلو ولایتونو ته لیږل ، ترڅو دوی هلته نورو ته درس ورکړي. مونږ دلته دوی هریوه ته بېل بېل کارونه سپارل ، رباني به شبنامې او داسې نور شیان لیکل او حکمتیار د ارتباط کارونه کول .

لیکن د داود په وخت کي مونږ داسې وکړل چې غوښتل مو داود ته یو درس ورکړو . مونږ احمدشا مسعود پنجشېر ته ولېږو . مونږ په پنجشېر کې په مسعود باندې عملیات وکړل ( په ۱۹۷۵ کې ) ترڅو معلومه کړو چې دا کسان څومره تریننګ شوي دي . هغه عملیات داود ته پوره تاوان اړولئ و .

.........بیا په ۱۹۷۸ کال کې دوی ما ته راغلل او ویل یی چې پيسې هم نشته او بل شئ هم نشته ، مونږ په ډېر بد حال یو .......نو ما دا وکړل چې اول مې شاه ایران ته پيغام ولیږو چې مونږ دا خلک تریننګ کړی وو ، ته له دوی سره مرسته وکړه .......بیا ما دوی امریکا ته بوتلل . زه خو له صوبه سرحد څخه وتلئ نه شوم ، نو بیا زما یو دوست و په اسلام اباد کې ، هغه هم کور جوړولو او ما هم ، نو ما به دا مجاهدین د هغه کور ته ورلیږل ، خو په سفر کې به  مې خبره ورته کوله ، ورته ویل به مې چې ګلکار درغئ  نو ګل بدین به مې ښود ، او چې به مې ورته ویل چې د بجلي والا ( برقي )  درغئ نو احمدشا مسعود به ورغئ . د امریکا سفارت په مئ ۱۹۷۹ کې له دوی سره کمک شروع کړ . ما ورته وویل  چې تاسو خپله اجندا او پروګرام جوړ کړۍ او ماته یی وویل چې ته هم خپل پروګرام دوی ته ورکړه . »

نصیرالله بابر په دې مرکه کې د ټولو جهادي تش په نوم مشرانو څېرې بربنډوي او له هغو سره د پنجاب د ټولو اړیکو څخه پرده پورته کوي . د طالبانو په اړه د خپلې همدې مرکې په یوه برخه کې وايي : 

« موږ هم چې په کال ۱۹۹۴ کې افغانستان او مرکزي آسیا ته لاړو، او  هلته په افغانستان کې طالبان راغلو نو مقصد مو دا و چې مرکزي آسیا ته – چې قسما ً سیاسی او معاشی (اقتصادی) آزادي ورته ملاو شوی وه – ځان ورسوو.   موږ عقیده درلوده که د دی سیمی تیلو ته ځان ورسوو او له هغه هیواده پر افغانستان ترانزیتي سړک جوړ کړو، او تر ګوادر پورې لاره جوړه شي نو موږ ټولو ته به فایده وي. که دغه پلان عملي شوی وای نو هندوستان هم دغه لاری ته ضرورت درلود او له پاکستان سره یې تجارتي راکړه ورکړه زیاتیدای شوی بیا نو د کشمیر مسئلی ته د پاکستان په ګټه حل راوتلای شوای »

بابر په مرکه وړاندې ځي او وايي : « موږ غوښتل چې همداسې تدریجی بدلونونه راولو د تلیفون لینونه مو په کابل، هرات، قندهار او نورو سرحدی سیمو کې فعال کړل.  تر څو د طالبانو له نوری دنیا سره تماس قایم شي ، بانکونه موهلته پرانیستل چې د تجارت په کاروبار کې رونق راشي، په غرب کې د پرتو افغانانو له پاره مو ډیر ښه چانسونه مهیا کړل چې بیرته وطن ته راشي، د PIA سره مو خبری وکړی چې د افغانستان د هوایي ډګرونو د مرمت کار پیل کړي او له دوی سره مو قراردادونه هم وکړل، د خپل واپډا (د اوبو او بریښنا وزارت) کسان مو ولیږل تر څو د هلمند پروژی بیرته فعالی کړي، بیا مو د آریانا هوایي شرکت والا راوغوښتل د هغوی مرکزیت په هند کې و هغوی ته مو د تخنیکي او فني مرستو کورسونه او د لوازمو په هکله قراردادونه وکړل.  موږ  په اسلام آباد کې ورته ځای ورکړ، د سمنټو فابریکی مو هلته فعالولی، د قندهار د بجلی پروژه مو شروع کړه او ... موږ امریکا ته همدا مشوره ورکوله چې دلته عمرانی کارونه پیل کړی.  ما امریکا ته ویل چې مصرف ورکوی هغه طالبانو ته وکړئ، موږ به طالبانو ته ووایو چې یوه فتوا ورکړي چې بس افیون بند!!  همدا د مخدراتو ضد مصارف راکړئ چې اوس خو پری د عمران کار پیل کړو.»

همدارنګه د طالبانو په رامنځته کېدو کې د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزیرې بېنظیر بوټو په ۲۰۰۰ کال کې د فیګورو نومې خپرونې سره په مرکه کې ويلي و : « د طالبانو غورځنګ د انګریز په فکر جوړ شوی چې عربانو مالي مرسته او پاکستان يي په اجراتو کې ملاتړ کړی دی . »

په داسې حال کې چې د نصیرالله بابر په بڼه د افغانانو یو پنجابی دوښمن ومړ ، خو هغه بټۍ او ګاڼۍ چې افغانانو ته ترهګر او توندلاري روزي ، وسلوال کوي يي او رالیږي يي له بده برغه له پخوا زیاته اوس هم په پنجاب کې فعاله ده . بلاخره دا موږ افغانانو پورې اړه لري چې د پنجابي دوښمن په وړاندې څنګه سره یو موټي شو ، څنګه د دوی چلوټې رسوا کړو او څنګه ځان او هېواد له دغه مکار دوښمن څخه وژغورو !

د هغې ورځې په هیله چې ټول افغانان په یوه غږ او یوه غورځنګ هېواد د پنجاب او نورو دوښمنانو له شر څخه وساتو !

اخځونه :

ــ تاند بریښپاڼه

ــ وطن پیغام بریښپاڼه کې نصیرالله بابر سره  له مرکې څخه

د ۲۰۱۱کال د جنوري ۱۰ مه


January 11th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی